د ترهګرو په تړاو د پاکستان تازه ناندرۍ
سرلوڅ مرادزی  سرلوڅ مرادزی

          پاکستان چې په کور دننه د ترهګرو په روزنه او پالنه او د هغو د اډو په شتون د نړیوالې ټولنې لخوا بیا بیا تورنیږي، هڅه کوي چې په دې تور کې اوس افغان هیواد هم رالتاړ کړي . افغانستان کې د ترهګرو د اډو په نوم، چې د سیمي هیوادو او نړیوالو لپاره د خندا وړ خبره ده ، د پاکستان موخه داده چې له ترهګرو څخه د ملاتړ په لامل ، پر پاکستان د نړیوال زیاتېدونکي فشار او بلخوا د کورنیو شخړو او لانجو څخه چې دا هیواد پکې ترستونې پورې ډوب دی د پاکستانیانو پام بلخوا واړوي !  

 دBBC  په وینا د روان کال د جون په دریمه، د بلوچیستان د سرحدي ځواکونو مشر عبیدالله خان په کوټه کې خبريالانو سره په خبرو کې ویلي وو چې د افغانستان په سرحدي سيمو کې ٣٠ روزنيز کمپونه شته چې د ده په وينا په کې ترهگر روزل کيږي . خو هغه مهال هم د عبیدالله خان په ادعا پورې سیمې او نړۍ خندلي وو .

اوس یو ځل بیا د رسنیو له مخې، د کورني امنیت په برخه کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار عبدالرحمن ملک  په تازه ناندریو کې ادعا کړې چې د سلو تنو په شاوخوا کې جنګیالي د ډیورند کرښې کوزه غاړه وراوښتی او په بر دیر کې يي پر دریو پاکستاني امنیتي پوستو برید کړی او دا يي هم ویلي چې افغان لوری ولي د کرښې هغې غاړه ددې کسانو د رااوښتلو مخنیوي نه کوي . که څه هم د افغانستان د دفاع وزارت ویندوی جنرال ظاهر عظیمي د جون په ۲۵ مه ، ازادۍ راډیو ته وویل:« دا راپور بیخي بې اساسه دی »

بلخوا د همدې پېښې په تړاو، له پېښوره په تازه راپورونو کې ویل شوی چې د طالبانو یوې ډلې د پاکستاني شپږ تنو پوځیانو د وژلو پړه پر غاړه اخیستې ده . د النشره انټرنیټي بریښناپاڼې په وینا د ګران افغانستان په خبرپاڼه کې راغلي ، پاکستاني استخباراتي سرچینو اعلان کړې چې د پاکستاني طالبانو ویاند احسان الله احسان د پېښور د ځايي ورځپاڼې سره په تلیفوني اړیکه کې د پاکستاني شپږ تنه سرتيرو د وژنې او د څلورو نورو د تښتونې پړه  په روستیو ورځو کې پر خپله غاړه اخیستې .

دغه سرچینه زیاتوي د طالبانو وسلوال کسان تېره شپه د پښتونخوا ایالت څخه دیر ته واوښتل او د پاکستاني عسکرو پر يوې ډلې يي چې په دنده بوخت وو، وسلوال برید وکړ .

ددې سرچیني په وینا ، د دواړو خواو په برید کې چې له یوه ساعته زیات يي دوام وکړ، شپږ تنه پاکستاني سرتیري او ۱۱ تنه وسلوال طالبان ووژل شول .

همدارنګه نوموړي سرچینه زیاتوي ، احسان الله احسان په تلیفوني اړیکه کې د پاکستاني سرتيرو د وژنې او د هغو د یو شمېر تښتونې د پړې ترڅنګ ، ویلي چې د تښتول شویو سرتیرو برخلیک به په څو راتلونکو ورځو کې څرګند شي .

د طالبانو د ویاند احسان الله احسان څرګندونې د پاکستاني ډنډورچیانو په خوله چې غواړي د خپلې رسوايۍ د بام واورې د افغانستان په بام واچوي ، یو کلک ګوزاردی .

بلخوا د کونړ چارواکي وايي تر اوسه شاوخوا اته سوه توغندي د کونړ په بېلابېلو سيمو لګېدلي چې د مرګ ژوبلې ترڅنګ يې پنځه سوه کورنۍ کډه کړي.

د کونړ يو شمېر خلکو پرون د دغو بريدونو پر وړاندې لاريون وکړ او له افغان حکومت څخه يې وغوښتل چې د بريدونو ځواب ووايي. لاريونيان وايي که حکومت د دوي په وينا د دغو بريدونو مخه نه شي نيولای، له ولس څخه دې مرسته وغواړي.

مظاهره په دريمه ورځ د خاص کونړ په ولسوالۍ کې وشوه چې د ځايي خلکو په وينا د نورو سرحدي سيمو په څېر يې د بريدونو له امله ګڼې کورنۍ کډه شويدی.

را ټولو شوو خلکو دا پر خپله خاوره تېرى باله او چارواکي يې ملامتول چې د بريدونو په تړاو یې غبرګون نه دى ښولى او نه يې هم د راکډه شوو خلکو لاسنيوى کړى.

د لاریون برخه وال وايي :

''که حکومت يې نه شي کولى نو موږ ته دې اجازه راکړي چې پخپله د ځان دفاع وکړو.''

''زما نوم عبدالقيوم د سرکاڼو ولسوالۍ اوسېدونکى يم، زموږ په دې ملک کې ډېره بې نظمي ده، د باکستان نه توغندي راورېږي زموږ په ولس، او چارواکي ناست دي خپل امنيت يې نيولى او نور څه نه کوي.''

د نورګل ولسوالۍ يوه سپين ږيري د خاورې د ساتنې په نيت پرخلکو غږ وکړ او افغان حکومت او نړيوال يې را ننګول چې که د هيواد له پولو او خاورې ساتنه نه شي کولى، نو بيا يې شتوالى دده په ټکو دڅه لپاره دى ده د هغو سيمو يادونه دهم وکړه چې د پرله پسې بريدونو له امله يې خلکو کورونه پرېښي:

''امر نه شته''

'' د انګام را شړ شو اسمار شړ شو، سرکاڼو قابو شوې، دې والي پر خپلو ولسونو غږ ونه کړ، تل دا وايي چې امر نه شته، نو چې تاته امر نشته ماته ووايه چې ددې خاورې غم وکړم او ځان پرې تباه کړم. BBC  »

بلخوا د پاکستان (دي نیوز) انګریزي ورځپاڼې راپور ورکړ چې باوري دیپلوماتیکو سرچینو ورته ویلي چې لومړي وزیر راجه پروېز اشرف د دوشنبې په ورځ د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره مفصلې ټېلفوني خبرې کړي او کابل ته د سفر لپاره یې د هغه بلنه منلې ده.

نیوز ورځپاڼه دا په زړه پوري بولي چې ولسمشر حامد کرزی د یوه بهرني هیواد لومړنی مشر دی چې د پاکستان له نوي لومړي وزیر پروېزاشرف سره یې خبرې کړي.

همدارنګه د پاکستان پوځ په يوه خبرپاڼه کې ويل شوي، چې افغانستان کې د ايساف ځواکونو عمومي قوموندان، جان الن به سبا د پاکستان په لور وخوځيږي. جان الن په داسې مهال سفر کوي، چې څو ورځې مخکې د کابل په کرغه کې د عام خلکو پر تفريح ځای طالبانو بريد کړی وو. جان الن د حقاني ډله، د دې بريد مسووله ګڼلې وه .

که یوخوا د اړیکو په اړه له داسې تودوالی خبرې کیږي او بلخو د نیوکو بازار ګرم وي خو په عملي ډګر کې بیا د ډیورند تپلې کرښې دواړه غاړه پښتانه وژل کیږي ، کورونه او شتمنۍ يي له خاورو سره خاوري کیږي ، د داسې دیماګوګ او دوه مخي سیاست په اړه افغان ولس حق لري چې د سپيناوي پوښتنه وکړي . داسې نه شي کیدای چې یوخوا دې په افغان خاوره ، د پاکستان وسلوال برید جاري وي او بلخوا دې د کابل او اسلام اباد تر منځ خواږه خټکي او امونه ویشل کیږي او د دوستۍ پیغامونه دې تبادله کیږي، که څه هم د ولسونو د تېرایستلو لپاره یوه نیمه نیوکه هم کیږي .

ولسمشر کرزی او حکومت ، همداراز امریکا او ناټو باید چې پوځونه يي په افغانستان کې د هر اړخیز امنیت ، له بهره د ترهګرو په مخنیوي او له منځه وړلو کې ژمن دی د کونړ د بېوزله خلکو غږ ته راودانګي او د پاکستان د بربنډ پوځي تیری په وړاندې د افغانستان د خاورې په دفاع کې ټينګ ودریږي او خپل دریځ په عمل کې څرګند کړي  .

یادونه :

ددې لیکنې په اوډون کې له بېلا بېلو بریښناپاڼو څخه ګټه اخیستل شوېده  

د ۲۰۱۲ کال د جون ۲۶ مه

   


June 26th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات